د ستوماتولوژي پوهنځی

د ستوماتولوژي پوهنځی په اړه

د نعمان سادات موسسی د ستوماتولوژي پوهنځي په کال ۱۳۹۴ ه ش کی د لوړو زده کړو د محترم وزارت څخه اجازت لیک تر لاسه او په ستوماتولوژی پوهنځي کي د محصلانو د جذب پروسه پیل او ددی هیواد د ريښتني بچيانو په روزلو کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کوی . تر څو ددی ګران هيواد د نسلونو په روزلو کي ونډه او ور سپارل شوی ستر مسولیت په ډیره ښه توګه تر سره کړي . دا موسسه ستوماتولوژی پوهنځي ته هر کال په اوړي او منۍ کي نوي زده کوونکي مني . بشپړه تحصیلي دوره یی پنځه کاله لس سمستره نظري او عملی بڼه او یو کال يي د ستاژ دوره د مسلکي او مجرپو ښوونکيو په درلودلو سره ټولني ته د بشپړي چوپړتیا فارغین وړاندي کوي . ددي پوهنځي تشابهی لابراتوار د هيواد په سطحه ښه لابراتوار بلل شوی ده . تر دی دمه مو څو دوري محصلین تولني ته وړاندي کړی دي . او په د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د صحت عامي د طبي شوری د ازمویني له بريالي کیدو رورسته په پوره ایمانداري سره د ګرانو هیواد والو په چوپړ کي دي . د یادولو وړ ده د نعمان سادات موسسي د ستوماتولوژي پوهنځي نه تر دي دمه دري دوري فارغين درلودلي دي. چه د بشپړو اسنادونو په درلودلو سره ټولني ته په خدمت لګیا دي .

د پوهنځی پروفایل